ایکنانیوز د ایرنا له قوله راپورراکړ،د پاکستان د ولسی جرګې مشر سردار آیاز صادق پرون د ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف ته د خواخوږئ په یوه لیک کې د ایران حکومت او ولس ته د اسلامی ایران د ولسمشر خارجه وزیر او ورسره د نورو ملګرو دشهادت په مناسبت دتسلیّت په وئيلو سره ووئيل، دغه غمجنه پيښې درسته نړیواله ټولنه سخته اغیزمنه کړې ده او په دې سخت وخت کې پاکستان د ایران ترڅنګ د پیوستون په نښه ملګری دی. آیاز صادق ددغه شان لوړو پوړو ممتازو چارواکو نه شتون دایران د ملت بلکې د درست اسلامی امت لپاره ستره تشه وبلله. هغه همداراز پاکستان ته د ابراهیم ریسي وروستي سفر په یادولو سره چې د دوو اړخیزو اړیکو د لاپیاوړتیا او په سیمې کې د سولې، ثبات او هوساینې د لوړتیا لپاره ددواړو هیوادونو پر ژمنتیا ګواهي وه، ددواړو ملتونو د ملګرتیا او دوستۍ پر پیاوړو پيوندونو ئې ټينګار وکړ.د پاکستان حکومت په دې مناسبت د مئ په یویشتمه نیټه په ټول پاکستان کې عمومي ویر اعلان کړی او په ټولو سرکاري ودانیو او سفارتونو کې ئې ملی بیرغ نیم ځوړند ؤ
همداراز راپور ښئ چې د پاکستان مشرانو جرګې هم د ایران د ولسمشر او خارجه وزیر د شهادت په غم کې د یوه پریکړه لیک په تصویبولو سره له خپل ورور او ګاونډي ملت سره پیوستون اعلان کړی او ټينګار ئې کړی دی ، آیت الله ابراهیم رئیسي د اسلامی نړۍ یو لوی رهبر او د پاکستان یو واقعي دوست ؤ.
د پاکستان د مشرانو جرګې په دغه پریکړه لیک کې راغلي دي ، مونږ په دغه غمجنو او ددرناکو شیبو کې د ایران له ملت سره په غم کې بشبړ شریک یوو او ددغه نه جبرانیدونکی لوي غم په ویر کې له خپلو ایرانیو خوئیندو وروڼو سره په غم کې شریک یوو.
ټاکل شوې ده د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د خدای بخښلي ابراهیم ریسي او ورسره د نورو شهیدانو د جنازې په دستورو ګې د ګډون لپاره تهران ته راشي.
د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر او خارجه وزیر په شهادت پسې د نړۍ د زیاترو هیوادونو د مشرانو اولوړوپوړو چارواکو دهمدردئ پیغامونه هماغه راز دوام لري او ځيني لوړپوړي بهرنی مشران او چارواکي ددغو شهیدانو دجنازې په دستورو کې چې نن په تهران کې په همدا وروستیو ساعتونو پیلیدونکي دي، هم دګډون لپاره تهران ته رارسیدلي دي.
https://www.irna.ir/news/85485467
https://www.irna.ir/news/85485628